ایکنا نیوز د المیادین له قوله راپور راکړ،اسماعیل هنیّه ووئيل، په غزې تړانګې کې د نیواکګر وحشي رژيم قتل عام او جنایتونه ددغه تیریګر او جنایتکار رژيم د سټراټژيکې ناکامئ ښودنه کوي،ځکه چې خپلو موخو ته ونه رسید.
هغه زیاته کړې ده ، د اسرائيلو نیواکګر رژيم حماس غورځنګ له مینځّ نه دی وړی او نه به ئې له مینځه یوسي او خپل بندیان به له یوې شرافتمندانه معاملې پرته بیرته غیږې ته ورنشي.
د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر ووئيل، د اسرائيلو ماشوم وژونکی رژیم د لویدیځ ناجایز اولاد دی او نور هغه شی نه دی چې ؤ او څیره او حیثیّت ئې له مینځه تللی دی.
اسماعیل هنیّه همداراز ووئيل، هغه څه چې د ډيپلوماسۍ په کریډورونو کې رامینځةکیږي ، د اسرائيلو د ناروا رژيم لپاره د بې مخینې منزوي کیدا نښه ده .
هغه زیاته کړې ده ، صهیونیسټي رسندویو هم وئيلي دي، چې د بچیانو اولمسیاننو ترور په خبرو اترو کې د خپل دریځ د بدلولو لپاره پر حماس غورځنګ د دباؤ داچولو لپاره ده،چې دا پیښه به رامینځةنشي .
د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیّه درې بچیان د وري د میاشتې په ۲۳ نیټه د یوشمیر لمسیانو سره یو ځاي په غزې کې د نیواکګر او وحشی رژيم دپوځ په حملو کې شهیدان شول.
د اسماعیل درې زامن حازم ، امیر او محمد او د هغه لمسیان ، خالد آمال او رزان په الشاطي کیمپ کې د دوي په ګاډي د نیواکګرو په حملې کې شهیدان شول .
https://iqna.ir/fa/news/4209956/
////////////////////////////////